کابل ښاروالي وایي چې د څلورمې ناحیې اړوند د برهکي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د ۶۵۴ مترو په اوږدوالي او۲۰ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي.
کابل ښاروالۍ د یاد سړک له جوړولو موخه د برهکي څلورلارې لپاره د بدیلې لارې رامنځته کول بللي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا په یاده سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او بلخوا به د ښاري ترانسپورت لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د ۲ زره ۶۴۹ متر مکعب په اندازه د استنادي دېوالونو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د یادولو ده چې د دې سړک قیر چارې به د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره او د ترافیکو پرمخ به پرانیستل شي.

