ډېر لوستل شوي

د کابینې دوولسمه غونډه؛ د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو پر جوړولو بحث شوی

د اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې په دوولسمه غونډه کې د نفتو د تصفیې معیاري کارخونو او راستنېدونکو ته د اسانتیاوو رامنځته‌کولو په اړه بحث شوی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې چې په دې غونډه کې همداراز د هېواد د مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو په اړه هم خبرې او ځینې پریکړې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې په غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي.
“همداراز سپارښتنه ورته وشوه چې د نفتو کارخونو پانګوال وهڅوي، ترڅو په معیاري توګه کارخونې جوړې او د اړتیا وړ ماشینري په کې نصب کړي.”
سرچینې لیکلي چې د دې ترڅنګ د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د اسلامي امارت مشرتابه له فرمان سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو سره ناسته وکړي، ترڅو راستنو شویو کډوالو ته د کورونو جوړولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

اړوند خبرونه