ډېر لوستل شوي

د کابل‌ــ‌ډايکندي لویه لاره د واورو ورښت له امله د ټرافيکو پر مخ تړل شوې

د بامیانو ولايت وياند صبور فرزان سیغاني اميد راډيو ته ويلي، چې د سختو واورو ورښت او د هوا د خرابوالي له امله د کابل‌ــ‌ډایکندي لویه لاره په قوناق کوتل کې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ښاغلي سيغان د اميد راډيو سيمه‌ييز خبريال ته زياته کړې، چې د حاجي‌ګک لاره هم تړل شوې ده.

د نوموړي په وينا، د شير کوتل ترڅنګ د شاتو کوتل، چې د ډايکندي ورس او بنچاپ ولسوالۍ له باميانو سره نښلوي دا مهال پرانيستي، خو د تړل کېدو احتمال يې هم ښودل شوی دی.

په ورته مهال، د ټولګټو ریاست له واورو څخه د يادو لارو د پاکولو د چارو د دوام خبر ورکړی او د ډایکندي د ترافیکو مدیریت له ښاریانو غوښتي، چې له اړتيا پرته سفرونو ډډه وکړي او که سفر ته اړ کېږي، د خوندیتوب ټول تدابیر په پام کې ونیسي.

اړوند خبرونه