د عامې روغتيا وزارت په کابل کې د عامې روغتيا نړيوالې ورځې په مناسبت د «سالم نسل، سالم راتلونکی او سالم اقتصاد» تر شعار لاندې ځانګړې غونډه کړې ده.
د اميد راډيو خبريال چې د خبري پوښښ په موخه په دې مراسمو کې ګډون کړی، د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ او روغتيايي پراختيا مرستيال محمد حسن غياثي په حواله ويلي، چې دوی د روغتیايي عدالت د خونديتوب، د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا او د ټولنې د بېوزله قشر د ملاتړ په پام کې نیولو سره خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
محمد حسن غیاثي زياته کړې، په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو پراختيا او د خلکو لاسرسی اسانه کول دي. مسوولينو همدا راز ټينګار کړی، چې عامې روغتیا وزارت به په راتلونکي کې هم د ولس د روغتیا د خوندیتوب او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

