د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې یوه نالومه تن د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي وېنس پر کور برید کړی دی. سياېناېن ویلي چې دا برید د امریکا پر وخت نن نیمه شپه شوی دی.
د برید پر مهال خپله وېنس او د نوموړي د کورنۍ کوم غړی په کور کې نه وو. د اوهایو پولیسو ویلي چې یو شکمن بریدګر یې نیولی. لا تراوسه څرګنده نه ده چې دې ځوان د کومې انګېزې له مخې د ښاغلي وېنس پر کور برید کړی دی.
فدرالي پولیسو رسنیو ته ویلي چې شکمن کس یوازې د کړکیو ښیښې ماتې کړي او باوري دي چې د مرستیال ولسمشر کور ته نه دی ننوتی.

