د ترکي شرکتونو مسوولینو د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر، ملا عبداللطیف منصور سره کتلي او په افغانستان کې یې د لمریزې برېښنا انرژۍ د تولید پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغه وزارت مسوولینو ویلي چې په دې کتنه کې د ترکي شرکتونو مسوولینو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۰- ۱۰۰ میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګندولو ترڅنګ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې بلخوا د اوبو او انرژۍ وزیر د ترکي شرکتونو مسوولینو ته ډاډ ورکړی چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او یاد وزارت به دې برخه کې له پانګوالو سره بشپړه همکاري کوي.

