د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال، مولوي محمد زاهد احمدزي د ایران اسلامي جمهوریت د کار، تعاون او ټولنیزې سوکالۍ له مرستیال وزیر، سید مالک حسیني سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دواړو لوریو په ایران کې د مېشتو غیرقانوني افغان کارګرانو لپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې افغان لوري په افغانستان کې په کمي او کیفي ډول د فني او حرفوي زدهکړو د پروګرامونو د پراختیا، په همغږۍ سره د ګډو تخنیکي او حرفوي روزنیزو پروګرامونو جوړولو، د فن او حرفې او همدارنګه د کار بازار کې د ایران د کامیابو تجربو د تشریک غوښتنه کړې ده.
بلخوا سید مالک حسیني ویلي، هڅې روانې دي چې په ایران کې مېشت غیرقانوني کډوال، قانوني هویتي مدارک ترلاسه کړي او ایران ته د غیرقانوني کارګرانو د تګ مخنیوی وشي.
نوموړي ژمنه کړې، ایران چمتو دی چې هر کال تر ۲۰۰ زرو کاري ویزې افغانانو ته ورکړي.

