د بصير د مرستو او پراختيا د فني او حرفوي زدهکړو مرکز په کابل کې د کار او ټولينزو چارو وزارت د چارواکو په شتون کې د خپلو د کار زدهکوونکو د فراغت مراسم ترسره کړي دي.
د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي زاهد احمدزی په حواله ويلي، چې افغان ټولنه د اوږدې جګړې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ پاتې شوې او ځوانان فني او حرفوي زدهکړو ته جدي اړتیا لري.
ښاغلي احمدزي زیاته کړې، چې د حکومت تمرکز خلکو ته د کار او فني زدهکړو مناسب فرصتونه په برابرلو دی، څو ځوانان وکولای شي پر خپلو پښو ودریږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال همداراز ټینګار کړی، چې حکومت په ټول افغانستان کې هڅه کوي خلکو ته د کار او کسب زمینه برابره کړي.

