کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت له لوري په پنجشېر ولایت کې د دوو جوماتونو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا جوماتونه د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو لوی رياست له لوري د حصې اول ولسوالۍ او د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ په انګړ کې د ۷ ميليون افغانيو په لګښت ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
سرچینې لیکلي چې دا پروژه د اسلامي امارت رهبرۍ په لارښوونه د ديني ارزښتونو د ترويج، اسلامي نظام د ټينګښت او په دولتي ادارو کې د عبادت د اسانتياوو د برابرولو په موخه جوړ شوي چې د څه باندې ۲۰۰ او ۳۵۰ لمونځکوونکي پکې ځایېدای شي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په هېواد کې د لسګونه جوماتونو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د یادولو چې دا مهال د لویو لارو ترڅنګ هم د لسګونه جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

