د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې د اروپايي ټولنې مرستیال، بنجامین د یاد وزارت اړوند ملي ارشیف څخه لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې لیدنې پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بهرنيو اړيکو او فرهنګي آتشو رییس، شفيق احمدزي او د ملي ارشیف رییس، قاري عبیدالله حنیف د ارشیف د ودانۍ او آثارو په اړه معلومات شريک کړي دي.
په دې لیدنه کې د اروپایي ټولنې مرستیال ویلي چې د ملي ارشیف په لیدو ډېر متاثر شوی او په وینا یې چې د دا ډول تاريخي نسخو ساتنه يو ستر تاريخي اقدام دی.
نوموړي ویلي: “له دې ښکاري چې افغانان له خپل کلتور او تاريخي آثارو سره بې سارې مينه لري.”
بلخوا د ملي ارشیف رییس، قاري عبیدالله حنیف د اروپايي ټولنې له پلاوي غوښتي چې د اروپايي هيوادونو له ارشیفونو سره د افغانستان د ملي ارشیف د اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي. د معلوماتو له مخې، د ملي ارشیف ودانۍ ۱۲۹ کاله تاريخي مخينه لري، چې پکې د بېلابېلو دورو تاريخي نسخې ساتل کېږي.

