ډېر لوستل شوي

د امنيت شورا بېړنۍ ناسته؛ م.م امريکا په وينزويلا کې د نړيوالو قوانينو په نقض تورنه کړې

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په بېړنۍ ناسته کې ويلي، امريکا پر وينزويلا د بريد او د دغه هېواد د ولسمشر د نيولو له لارې د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې روز ماري ډيکارلو د امنيت شورا په بېړنۍ ناسته کې ويلي، چې د زور کارول او د يو خپلواک هېواد د ولسمشر نيول د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي.

نوموړې ټينګار کړی، چې د ملګرو ملتونو منشور د هېوادونو د سياسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا پر ضد د زور کارول منع کړي او د نړيوال نظم ساتنه د غړو هېوادونو د ژمنتيا او پابندۍ پورې تړلې ده.

په همدې حال کې، په ملګرو ملتونو کې د روسيه دايمي استازولۍ د امريکا اقدام «جنايت» بللی او ويلي يې دي، چې پر وينزويلا د واشنګټن د بريد لپاره هېڅ ډول توجيه نشته.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازي واسیلي نبنزيا له امريکا وغوښتي چې د وينزيلا ولسمشر نيکولاس مادورو او د هغه مېرمن دې ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

د امنيت شورا دا بېړنۍ ناسته د وينزويلا په غوښتنه او د کلمبيا، روسيې او چين په ملاتړ رابلل شوې وه، چې پکې د نيکولاس مادورو د نيول کېدو او د نړيوالو قوانينو د احتمالي نقض موضوع وڅېړل شوه.

اړوند خبرونه