د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کندهار کې د اوسني افغانستان د بنسټاېښودونکي او امپراطور احمد شاه بابا تاريخي کور د بيارغونې چارې بشپړې کړې.
د اميد راډيو خبريال د ياد وزارت د مسوولينو په حواله ويلي، چې د بيارغونې چارې يې د ۱۷.۵ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو کلونو په موده کې ترسره شوې دي.
بايد وويل شي، چې د دې پروژې بشپړېدل د کلتوري او تاريخي ميراث ارزښتونو د خونديتوب په برخه کې مهم ګام دی.

