د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې د امارتي بنسټونو او خصوصي سکتور سره د همغږۍ او ستراتیژیکو همکاریو د پياوړتيا دوه ورځنی کنفرانس پیل کړی.
د اميد راډيو خبريال د مسوولينو په حواله دا کنفرانس د تجربو د شريکولو، د کار بازار اړتياوو، د بشري ځواک د مهارتونو پېژندنې، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د کيفيت لوړولو او د تېر کنفرانس د پرېکړو د پليکېدو ارزونه بللې ده.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې رييس مولوي غلام حيدر شهامت ويلي، چې دا ناسته يو ملي اړتيا ده او موخه يې د مهارت او کار بازار ترمنځ د پیاوړو اړيکو رامنځته کول دي، څو ځوانان د کار موندنې لپاره اغېزمن مهارتونه ترلاسه کړي.
ښاغلي شهامت زياته کړې، چې اداره د خپلو تدريسي نصابونو د بياکتنې لپاره ژمنه ده، تر څو زدهکړې د کار بازار له واقعي اړتياوو سره سمې شي.
مولوي شهامت منلې، چې يادې ادارې په تېرو کلونو کې د کار بازار ټولې اړتياوې نه دي پوره کړې، خو ټينګار يې کړی، چې اوس هڅې روانې دي تر څو د بازار غوښتنو ته تر يو بريده اغېزمن ځواب ورکړل شي. د معلوماتو له مخې، د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې په تېرو درېيو کلونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان د ادارې او مديريت په برخو کې روزلي دي.

