ډېر لوستل شوي

هېواد کې نن د لمريزې برېښنا تر ټولو لويه پروژه ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي

د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کې نن د هېواد په کچه د لمريزې برېښنا تر ټولو لويه پروژه ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.

مسوولينو له اميد راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې دغه پروژه د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد وړتيا لري، چې په فعالېدو سره به يې له ۲۳ زرو زياتو کورنيو ته برېښنا برابره شي. د چارواکو په وينا، دا پروژه به د برېښنا د کمښت د راکمولو، د پاکې انرژۍ د پراختيا او د هېواد د انرژۍ د ځان‌بسياینې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه