ډېر لوستل شوي

ډاکټر عبدالباري عمر: يوازې له عزيزي بنسټ سر پر ۱۶ پروژو له نږدې کار کوو

د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، چې تر دې مهاله يې د هېواد په کچه د خورا سترو برېښنايي پروژو چارې پيل کړې دي، چې پکې د ډبرو سکرو، بادي او لمريزې برېښنا توليد ګڼې پروژې شاملې دي.

ښاغلي عمر د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په نغلو سيمه کې د لمريزې برېښنا لويې پروژې ګټې اخيستنې په مراسمو کې ټينګار کړی، چې يوازې له عزيزي بنسټ سره پر ۱۶ پروژو له نږدې کار کوي.

د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ډاډ ورکړی، چې دا به د افغانستان د انرژۍ د شبکې پراختيا او د کورنيو او صنعتي اړتياوو په پوره کول کې مهم رول ولري.

اړوند خبرونه