د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د خوړو نړیوال پروګرام له عمومي رييس جان ایلیف او مل پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې لیدنه کې د عامه تغذیې خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا، د«WFP» د روانو مرستو، د تغذیې پروګرامونو د اغېزمنتیا، او د راتلونکو همکاریو پر څرنګوالي خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر ويلي، چې د تغذیې خدماتو پراختیا د هېواد له مهمو روغتیايي اړتیاوو څخه ده او مرستې باید منظمې او د خلکو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شي. ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې وزارت له نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ پراختیا ته ژمن دی.
دغه راز، د خوړو نړیوال پروګرام عمومي رييس د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده، چې د کونړ ولایت له زلزلهځپلو او بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو پلان لري.

