د اسلامي امارت ټولګټو وزارت مرستیال، مولوي عبدالکریم فاتح د ایران له سفیر «عليرضا بیکدلي» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د ابو نصر فراهي (میل ۷۸) سړک د شته ستونزو د هوارولو او د یادې پروژې د چارو د چټکتیا او بشپړولو په اړه خبرې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی. ابونصر فراهي له ایران سره د افغانستان له مهمو بندرونو څخه دی چې د میل ۷۸ سړک په بشپړېدو سره به له دې لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

