ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې علي اردستاني د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړي د موساد لپاره د عملياتي غړي په توګه فعالیت کاوه او حساسو معلوماتو ته یې لاسرسی درلود.
سرچینې وایي، علي اردستاني د موساد د افسرانو په لارښوونه له ځینو ځانګړو او حساسو ځایونو انځورونه اخیستي او همدارنګه یې د هدف ګرځول شویو کسانو اړوند معلومات دې استخباراتي ادارې ته سپارلي دي.
د راپورونو له مخې، هغه به د هر ماموریت له بشپړېدو وروسته خپل مالي امتیاز د ډیجیټلي اسعارو له لارې ترلاسه کاوه. ایراني چارواکو ویلي، چې یاد کس د ملي امنیت پر ضد په فعالیتونو کې ښکېل و او د اړوندو قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته پرې د اعدام حکم عملي شوی دی.

