ډېر لوستل شوي

د لبنان سويل کې د اسراییلو په برید کې دوه کسان ژوند بايللی

د لبنان په سويل کې د اسراییل په هوايي برید کې دوه کسان وژل شوي دي. دا پېښه د سې‌شنبې په ورځ، د مرغومي ۱۶مه رامنځته شوې ده.
د اسراییلي پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاد برید کې یې د حزب‌الله ډلې دوه غړي په نښه کړي دي.
دا برید داسې مهال ترسره شوی، چې ټاکل شوې سبا د اوربند د څار ګډه کمېټه ناسته ولري؛ هغه ناسته چې د لبنان او اسراییلو ترمنځ د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره مهمه بلل کېږي.
تر دې مهاله د لبنان رسمي چارواکو د یاد برید په تړاو نور جزیات نه دي خپاره کړي.

اړوند خبرونه