ډېر لوستل شوي

د هرات «کوه‌زور» ولسوالۍ د اداري ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې 

په هرات کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت «کوه‌زور» ولسوالۍ لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.  

د هرات ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا ودانۍ پر ۶۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي، او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.  

سرچینې لیکلي چې د دې ودانۍ جوړولو چارې د ځايي مسوولینو په شتون کې پیل شوې دي.   بلخوا د «کوه‌زور» ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې ولسوالۍ ودانۍ جوړولو د چارو له پیلېدو هرکلی کړی او په وینا یې چې په جوړېدو سره به یې ګڼې اداري ستونزې هوارې شي.

اړوند خبرونه