ډېر لوستل شوي

د پاکستان ښه بديل؛ له ایرانه افغانستان ته د چرګوړو صادرات پيل شول

ایراني رسنیو د تایباد ولسوالۍ مسوولینو په حواله خبر ورکړی، چې افغانستان ته د يو ورځنيو غوښينو چرګوړو صادرات د دوغارون سرحدي دروازې له لارې بيا پيل شوي دي.

د هغوی په وینا، د رسمي جواز له مخې د ۱۱ لاریو په وسیله له ۲۵۰ زره تر ۳۰۰ زره پورې يو ورځني چرګوړي افغانستان ته صادر شوي دي. راپورونه وایي، له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته د چرګانو د غوښې کمښت د افغاني بازارونو لپاره یوه جدي ننګونه وه، چې د دغو صادراتو له بیا پيل سره به تر ډېره بریده راکمه شي.

اړوند خبرونه