کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت اړوند ۴۹۵ ځانګړي پولیس ځواکونه د ساتنمنۍ مسلکي روزنې او همدارنګه ۳۷ کسان د دعوت او ارشاد د ظرفیت لوړونې د اختصاصي روزنې تر بشپړولو وروسته له «شکارقلعه» پرمختللي ښوونیز او روزنیزو مرکز څخه فارغ شوي دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې یاد ځواکونه د دې روزنیزې دورې په لړ کې د بنسټیزو نظامي او مسلکي مهارتونو ترڅنګ، په شرعي او عقیدوي برخو کې هم روزل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې: “د فراغت په دغو مراسمو کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو، د کورنیو چارو وزارت او د نورو نظامي او ملکي ادارو ګڼ شمېر مسوولینو ګډون کړی و.”
کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې روان کال د پولیسو ځانګړو ځواکونو له روزنیزو مرکزونو څخه ۱۵۷۹ منسوبین فارغ شوي دي.

