ډېر لوستل شوي

سپین‌بولدک کې ۲۳۵۰ کارټنه پاکستاني قاچاقي درمل سوځول شوي

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس انعام‌الله سمنګاني وایي، چې تېره ورځ د سپین‌بولدک په ولسوالۍ کې ۲۳۵۰ کارټنه پاکستاني قاچاقي درمل سوځول شوي دي.

د ښاغلي سمنګاني په وینا، یاد درمل د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، چې د غیرقانوني خوراکي او درملیزو توکو د مخنیوي په موخه ځانګړې کمېټه جوړه شوې، د کندهار د ګمرک رييس په مشرۍ له منځه یووړل شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت پرېکړې له مخې پاکستان سره سوداګریز پرېکون دی او د پاکستان هر ډول درمل او نور توکي واردول په کلکه منع دي.

اړوند خبرونه