د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په لوګر ولایت کې د کهشان سربند او کانال پروژه د نږدې ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
ياد وزارت وايي، دا پروژه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ۱۴۳ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت پلې شوې ده.
سرچينه زياتوي، د دې پروژې په ګټې اخیستنې سره به ۶۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي او شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ به ترې مستقیمه ګټه پورته کړي.
نوموړې پروژه د «FAO» مؤسسې په مالي ملاتړ او د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې تطبیق شوې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې د ورته پروژو پلي کول د کرنې پیاوړتیا، د اوبو سم مدیریت او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي په موخه دوام لري.

