سپینه ماڼۍ خبر ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه به امریکا خپل ګډون له هغه ۳۵ نړيوالو سازمانونو چې په ملګرو ملتونو پورې اړوند نه دي او ۳۱ نورې ادارو چې د دې سازمان اړوند دي پای ته ورسوي.
د سپینې ماڼۍ په وینا، دغه بنسټونه د واشنګټن له ملي لومړیتوبونو سره سمون نه لري او داسې تګلارې تعقیبوي چې د امریکا پر حاکمیت او اقتصادي ګټو منفي اغېز کوي.
چارواکي وایي، دا پرېکړه د نړيوالو تړونونو او سازمانونو د پراخې ارزونې وروسته شوې او موخه یې د امریکايي مالیه ورکوونکو د لګښتونو کمول دي.
د ويلو ده، چې سپينې ماڼۍ تر دې دمه په مشخصه توګه د کوم سازمان نوم نه دی اخيستی.

