ډېر لوستل شوي

د امریکا په کانګرس کې د «ډونالډ ټرمپ» د ګوښه‌کولو په اړه جدي هڅې پیل شوې دي 

د ډیموکرات ګوند په مشرۍ د امریکا په کانګرس کې ګڼ‌شمېر وکیلانو له وخت مخکې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ګوښه‌کولو جدي خبرې روانې کړې دي. 

د سرچینو د معلوماتو له مخې چې دا هڅې تر ډېره د ډیموکرات ګوند د غړو لخوا پر مخ وړل کېږي، او لامل یې د ټرمپ خپلسرې کړنې او له واک څخه ناوړه استفاده بلل شوې ده.

د سرچینو په وینا چې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح په اړه روان دا وضعیت ښايي جدي سیاسي ستونزې را ولاړې کړي او ښايي په کانګرس کې دننه پراخ اختلافات هم رامنځته شي.   د یادولو ده چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بیا ځلي ننوتلو وروسته د امریکا په حکومت کې بنسټیز بدلونونه تر سترګو شول او ټرمپ پر ډېرو داسې فرمانونو لاسلیک وکړ چې بار بار یې د امریکایي وګړو پراخ غبرګونونه راوپارول.

اړوند خبرونه