ډېر لوستل شوي

د بشري حقونو نړيوال بنسټ د پاکستان د خبریالانو د وضعيت په تړاو اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو نړيوال بنسټ وایي، د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري د یو شمېر خبریالانو او سیاسي شنونکو پر ضد د غیابي زنداني سزاوو ورکول د عادلانه محاکمې له اصولو ښکاره سرغړونه ده.
دغه بنسټ په تازه خبرپاڼه کې ویلي، عادل راجا، شاهین سهیبایي، ډاکټر معید پیرزاده، صابر شاکر او یو شمېر نور کسان پرته له دې چې له تورونو خبر شي او یا د قضایي بهیر برخه وګرځي، محکوم شوي دي. د بنسټ په وینا، نه هغوی ته د قضیې اسناد ورکړل شوي او نه هم د ځان د دفاع حق ور کړل شوی.
اعلامیه زیاتوي، دغه پرېکړې د پاکستان د اساسي قانون، د قضایي خپلواکۍ او د نړيوالو حقوقي ژمنو، په ځانګړي ډول د مدني او سیاسي حقونو د نړيوال میثاق، پر ضد دي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر هم خبرداری ورکړی چې د پاکستان د اساسي قانون وروستي بدلونونه د قضایي نظام خپلواکي له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
د بشري حقونو نړيوال بنسټ د ترهګرۍ ضد قوانینو کارول د خبریالانو او سیاسي نیوکه کوونکو پر ضد، په ځانګړي ډول د تبعید شویو کسانو پر وړاندې، د قضایي ځورونې یوه خطرناکه بڼه ګڼي.
یاد بنسټ د پاکستان له حکومته غواړي، د عادلانه محاکمې اصولو ته درناوی وکړي، د غیابي محاکمو حقوقي بنسټ روښانه کړي او د بیان ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو د ځپلو لپاره له ترهګرۍ ضد قوانینو کارول ودروي.

اړوند خبرونه