ډېر لوستل شوي

د راستنو شويو افغان شخصيتونو لپاره د خونديتوب کارتونه ويشل کېږي

له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون د رسمي مراسمو په ترڅ کې راستنو شويو افغان شخصيتونو لپاره د خونديتوب کارتونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د ياد کمېسيون وياند احمدالله وثيق وايي، تر دې دمه ۱ زر او ۳۳۶ تنه افغان شخصيتونه هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ۱ زر او ۲۸۶ کسانو ته د خونديتوب کارتونه ويشل شوي دي.
ښاغلي وثیق ټينګار کړی، چې تر اوسه د راستنو شویو کسانو ته هېڅ ډول ستونزه نه ده پېښه شوې.
دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت چارواکې هېواد ته د بهر مېشتو افغان شخصيتونو په راستنېدو ټينګار کوي او ډاډ ورکوي چې د عمومي عفوې په اعلانېدو سره هر څوک کولی شي هېواد کې په ارامه ژوند وکړي.

اړوند خبرونه