د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې اسلامي امارت له قرارداد یا اجازهلیک پرته کانکیندنې غیرقانوي او جرم ګڼي او خبرداری ورکوي چې له عاملینو سره به یې قانوني چلند کېږي.
د دغه وزارت په خبرتیا کې ویل شوي چې د کانونو او پټرولیم وزارت هغه کاني مواد د شپږو میاشتو په موده کې تشخیص او ثبتوي چې په تېرو وختونو کې په غیرقانوني توګه استخراج شوي دي.
“د کانونو او پټرولیم وزارت هغه کاني مواد، چې په تېرو وختونو کې په غیرقانوني توګه استخراج شوي، د دې پالیسۍ له انفاذ څخه وروسته د شپږو میاشتو په جریان کې تشخیص او ثبتوي او اړونده ولایتونو کې د قرارداري شرکتونو د رویالیټي اوسط په پرتله دوه چنده رویالیټي په محاسبې سره د کاني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ په پام کې نیولو سره د انتقالاتو او صادراتو اجازه ورکوي.” د کانونو او پټرولیم وزارت خبرداری ورکړی چې که غیرقانوني کانکیندونکي خپل کاني مواد په یاده موده کې له دغه وزارت سره ثبت نه کړي، بیا د ثبت او انتقالاتو غوښتنه نهشي کولای.

