د غزني په مقر ولسوالۍ کې نن غرمه مهال(جمعه، مرغومي ۱۹مه) د دوو مسافرو وړونکو موټر ترمنځ ټکر شوی چې په پایله کې یې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومندانۍ ویلي چې د پېښې ځای ته د مقر ولسوالۍ امنیتي ځواکونه رسېدلي او ټپیان یې د ولسوالۍ روغتون ته رسولي دي.
ددې پېښې علت د موټرچلوونکو بېغوري ښودل شوې ده.
یاده دې شي چې غزني د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې ټرافیکي پېښې پکې ډېرې رامنځته کیږي.

