پر انټرنټ د څار سازمان (Net Blocks) منلې چې په ایران کې د لاریونونو له پراخېدو سره سم د ایران په ټولو ښارونو کې انټرنېټ بند شوی دی.
د ایران د بشر حقونو سازمان اعلان کړی چې دې لاریونونو کې تر دمګړۍ ۵۰ تنه وژل شوي چې ۴۵ لاریونوال او ۵ یې امنیتي کسان دي. نن جمعه د حکومت ضد لاریونونو ۱۳مه ورځ ده او ویل کیږي چې لاریونونه ورځ په ورځ په پراخېدو دي. له بلې خوا، د اسراییلو ۱۴ شبکې په یوه خبر کې ویلي چې د ایران د اوسني حکومت پر ضد لاریونوال له سټارلېنک انټرنېټ ګټه پورته کوي. دې شبکې ویلي چې ایلن ماسک دوی ته د انټرنېټ د کارونې فرصت په لاس ورکړی.

