د ایران د صدا و سیما شبکې نړیوال عمومي مدیر عباس محمد نژاد او مل پلاوي کابل کې د خپلو لیدنو په لړ کې د اطلاعاتو او رسنیو له رییس مولوي نعیمالحق حقاني سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د رسنیزو اړیکو پر پراختیا، د تجربو شریکولو او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. تر دې دمخه دغه ایراني پلاوي د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون له رییس قاري محمد یوسف احمدي سره هم کتلي و. یاده کتنه کې هم د رسنیزو پلاویو پر تبادلې، د روزنیزو سیمینارونو پر جوړولو او د دواړو هېوادونو اړیکو پیاوړتیا کې د رسنیو د رول په تړاو ټینګار شوی و.

