ډېر لوستل شوي

د کابل له «پولي‌تخنیک» پوهنتون څخه له ۱۰۰۰ ډېر انجینران فارغ شوي

د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ پوهنځیو له لېسانس څخه ۷۵۷ او ماسټري برنامو څخه ۲۵۱ انجینران فارغ شوي دي.
لوړو زده‌کړو وزارت لیکلي چې د دغو انجینرانو د فراغت په مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم او ګڼو چارواکو ګډون کړی و.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي ندیم له قوله فارغ‌شویو محصلینو ته په خطاب کې ویل شوي: “د فراغت سند تاسو ته د یو عادي کاغذ په حیث نه درکول کېږي، بلکې دا یو ستر امانت دی چې تاسو تر دې وروسته د خپل نظام، ټولنې او کورنۍ پر وړاندې ستر مسوولیتونه لرئ”
د لوړو زده‌کړو وزیر همداراز ویلي چې فارغ شوي انجینران دې له خپلې څانګې سره سم کار وکړي او کوم محصلین چې امکانات لري، په فوق لېسانس برنامو کې دې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه