د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو معينيت له پاکستانه د درملو وارداتو د منع کولو طرحې اغېزمن تبطيق او همغږۍ په موخه ناسته کړې ده.
ياد وزارت وايي، چې دا ناسته د خوړو او درملو معينيت تر چتر لاندې د درمليزو خدمتونو، درمليزو تاسيساتو ته د جواز ورکولو او د اسنادو د تحليل او فعاليتونو د تظيم رياستونو مسوولينو په شتون کې شوې ده.
همداراز، په ناسته کې پر بدیلو لارو چارو خبرې شوې، چې پکې د کورني بازار ارزونه، د شته زېرمو سم مدیریت، له معتبرو هېوادونو د درملو د وارداتو اسانتیاوې او د تخنیکي ناستو جوړول شامل دي، څو خلک د باکیفیته، خوندي او معیاري درملو ته دايمي لاسرسی تضمین شي. د یادو ریاستونو مسوولینو ټینګار کړی، چې دا طرحه باید ګام په ګام او سنجول شوي ډول عملي شي، څو د درملو خدمتونه ګډوډ نهشي او عامه ګټې خوندي پاتې شي.

