د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د یاد بانک د لومړي مرستیال، صدیق الله خالد په مشرۍ د برېښنايي پیسو او اداینو موسسو له استازو سره په غونډه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې د بانکي سیستمونو له لارې د عوایدو راټولولو او د برېښنایي اداینو د پراختیا د منظور شوې عمومي ستراتیژۍ پر تطبیق بحث شوی دی.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د ښاغلي خالد له قوله ویل شوي چې د الکترونيکي اداینو د پراختیا ستراتیژي د ریاستالوزرا له لوري تصویب شوې چې د مالي نظام عصري کول، شفافیت او حسابورکونه به پیاوړې کړي او په لرې پرتو سیمو کې به خلکو ته چټک او عصري مالي خدمات برابر کړي.
نوموړي د دې ستراتیژۍ عملي کول د ټولو ملي مسوولیت بللی، او د غونډې ګډونوالو هم ویلي چې دا ستراتیژي یوه مهمه لاستهراوړنه ده.

