د لوړو زدهکړو وزارت وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ يو پلاوی، د عملي همکاريو د پراختيا او ټينګښت په موخه، په رسمي سفر د عمان هېواد ته تللی دی.
یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ښاغلی نديم به د دې سفر په ترڅ کې د عمان له اړوندو مسوولينو سره ليدنې ترسره کړي او د لوړو زدهکړو په برخه کې به د همکاريو د پراختيا، د علمي او عملي تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د پياوړتيا په اړه خبرې اترې وکړي. د خبرپاڼې له مخې، د لوړو زدهکړو وزیر او مل پلاوی به همداراز د عمان له يو شمېر علمي او عملي بنسټونو ليدنه وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي اړيکو د لا ټينګښت او دايمي همکاريو لپاره زمينه برابره شي.

