ډېر لوستل شوي

‏له لب‌ جر څخه تر سرای شمالي پورې سړک د یوې فرعي لیکې بنسټیزې برخې جوړېږي

کابل ښاروالي وایي چې له لب‌ جر څخه تر سرای شمالي پورې سړک د یوې فرعي لیکې د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي.
کابل ښاروالۍ لیکلي، یاد سړک په ټولیزه توګه ۲ زره ۱۲۰ متره اوږدوالی او ۸۰ متره سور لري چې په څلور لینونو کې (دوه اصلي او دوه فرعي) ډیزاین شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې پروژه کې د کانال، لښتیو، پلیو لارو، د بایسکل‌چلولو لیکو، ګلدانونو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک نور جزیات پکې شامل دي.
کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې تر دې وړاندې د یو کیلو متره په اوږدوالي سره د دې سړک یوه اصلي لیکه قیر شوې او د هوا د ښه والي په صورت کې به یې د پاتې برخو د جوړولو چاروې دوام ولري.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو ته ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي او بلخوا به د ترافیکي بهیر په وړاندې شته ستونزې کمښت ومومي.

اړوند خبرونه