ډېر لوستل شوي

اسراییلو کې د باور کړکېچ؛ د نتنیاهو د دفتر مشر نیول شوی

د اسراييلو دولتي ټلوېزيون خبر ورکړی، چې د دې رژیم پولیسو د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دفتر مشر «صخي براورمن» د پوښتنو او ګروېږنو په موخه نیولی دی.
د راپور له مخې، براورمن د هغو تورونو په تړاو نیول شوی، چې ګواکې نوموړي بهرنیو رسنیو ته د حساسو اسنادو د افشا کېدو په اړه د څېړنو مخه نیولې ده.
همدارنګه، د اسراييلو ۱۲شبکې خبر ورکړی، چې يادو پولیسو د براورمن تر نیول کېدو وړاندې د هغه کور هم پلټلی دی.
بلخوا، په وروستیو ورځو کې د هکرانو یوې ډلې ادعا کړې، چې د صخي براورمن ګرځنده ټيليفون یې هک کړی، خو د دې ادعا په اړه تر اوسه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.

اړوند خبرونه