زنجبیل یا ادرک د طبیعت له هغو ارزښتناکو او ګټورو بوټو څخه دی، چې له پخوا راهیسې د انسان د روغتیا لپاره کارول کېږي. دا بوټی نه یوازې په پخلي کې ځانګړی خوند او خوشبویي لري، بلکې د ګڼو ناروغیو لپاره یو اغېزمن طبیعي درمل هم بلل کېږي. زنجبیل د تودو سیمو له مهمو حاصلاتو څخه دی او د اسلامي او طبي سرچینو له مخې یې ارزښت ثابت شوی دی.
د زنجبیل یادونه په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې شوې ده او د همدې بوټي د ګټو په اړه ستر محقق ابوعلي ابن سیناء ویلي دي، چې څوک په کومه سخته ناروغي اخته وي، باید له همدې بوټي استفاده وکړي.
دا څرګندونې ښيي، چې زنجبیل له دیني او طبي پلوه د پام وړ بوټی دی او د روغتیا په ساتنه کې ځانګړی ځای لري.
۱. د زنجبیل (ادرک) روغتیایي ګټې
· د هاضمې او معدې ته ګټه رسوي:
زنجبیل د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، د معدې تېزاب کموي او د معدې دردونه اراموي. دا بوټی د بلغم او ګازونو په له منځه وړلو کې اغېزمن دی او د اشتها په ښه کولو کې مرسته کوي.
· د بدن دفاعي سیستم پیاوړتیا:
ادرک د بدن معافیت لوړوي، مکروبونه وژني او بدن د زکام، ټوخې او تنفسي ناروغیو پر وړاندې ساتي. همداراز د بدن تودوخه برابروي او د موسمي ناروغیو مخه نیسي.
· د اعصابو او دماغ لپاره:
زنجبیل د اعصابو کمزوري راکموي، د حافظې د پیاوړتیا سبب کېږي او د دوامدارې سردردۍ په کمولو کې مرسته کوي. دا بوټی ذهني ستړیا هم له منځه وړي.
· د زړه او وینې لپاره:
روغتیاپوهان وايي، زنجبیل د وینې جریان ښه کوي، رګونه پراخوي، د کولیسترول کچه راټیټوي او د زړه د ناروغیو خطر کموي.
· د دردونو او التهاب ضد اغېزې:
ادرک د التهاب ضد قوي ترکیبونه لري او د عضلاتو درد، د بندونو درد او د بدن عمومي دردونه اراموي. همداراز د ټپونو له درد څخه په رغېدو کې مرسته کوي.
· د وزن کمولو او میتابولیزم لپاره:
زنجبیل د بدن میتابولیزم چټکوي، اضافي غوړ سوځوي او د وزن په کنټرول کې مرسته کوي.
· د ښځو او سړیو ځانګړې ګټې:
ادرک د مېرمنو د میاشتني عادت دردونه کموي، د امیدوارو مېرمنو د زړه بدوالي مخه نیسي او د نارینهوو د جنسي ځواک په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
· د تنفسي ناروغیو لپاره:
زنجبیل د ټوخې، زکام، ستوني درد او ساه تنګۍ په درملنه کې ګټور دی او تنفسي لارې پاکوي.
· د نورو ناروغیو مخنیوی:
ادرک د شکر او ځینو سرطاني ناروغیو پر وړاندې د بدن دفاعي ځواک زیاتوي، د زړه بدوالي او استفراق مخه نیسي او د بدن عمومي روغتیا ښه کوي.
۲. په افغانستان کې د ادرکو حاصلات او اقتصادي ګټې
ادرک یا زنجبیل د تودو او معتدلو سیمو بوټی دی، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کرنې لپاره مناسب شرایط لري. د هېواد ځینې سیمې، په ځانګړې توګه هغه ولایتونه چې مناسبه تودوخه او کافي اوبه لري، کولای شي د ادرک د کرکېلې لپاره ښه تولیدي ظرفیت ولري.
· د کرنې له پلوه ارزښت:
ادرک داسې بوټی دی، چې د کرکېلې لګښت یې نسبتاً کم او حاصل یې اقتصادي ارزښت لري. دا بوټی په لنډ وخت کې حاصل ورکوي او بزګر کولای شي په کوچنیو ځمکو کې هم د پام وړ عاید ترې تر لاسه کړي. همداراز ادرک د نورو فصلونو تر څنګ د بدیلو کرنیزو محصولاتو په توګه کرل کېدای شي.
· اقتصادي ګټې:
ادرک په کورني بازار کې لوړ تقاضا لري او په پخلي، درملو او دودیزو درملیزو توکو کې پراخ کارول کېږي. که په کور دننه تولید یې زیات شي، افغانستان کولای شي د وارداتو کچه راکمه کړي او پر ځای یې کورنی تولید پیاوړی کړي.
· د صادراتو فرصت:
ادرک د صادراتو وړ کرنیز محصول بلل کېږي. د دې بوټي پراخ تولید کولای شي بزګرانو ته د عاید نوې لارې پرانیزي او هېواد ته د بهرنیو اسعارو د راجلبولو زمینه او په ځانګړې توګه د سيمې هېوادونو ته د صادراتو له لارې زمينه برابره کړي.
· د کارموندنې اغېز:
د ادرک کرنه، راټولونه، وچول او بستهبندي د کارموندنې ښه فرصتونه رامنځته کوي. دا بهیر کولی شي په کلیوالي سیمو کې د بېکارۍ کچه راکمه کړي او خلکو ته د حلال عاید زمینه برابره کړي.
· د ملي اقتصاد پیاوړتیا:
د ادرک د کرکېلې پراختیا نه یوازې بزګرانو ته ګټه رسوي، بلکې د کرنې، سوداګرۍ او صنعت ترمنځ اړیکې هم پیاوړې کوي او د افغانستان د ملي اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی شي.
۲. د زنجبیل د استعمال مهم ټکي او احتیاطي سپارښتنې:
سره له دې چې زنجبیل یو طبیعي او ګټور بوټی دی، خو د سم استعمال لپاره یې ځینې مهم ټکي باید په پام کې ونیول شي، څو د ګټې تر څنګ د احتمالي زیان مخه هم ونیول شي.
· په ټاکلي اندازه استعمال:
زنجبیل باید په مناسب کچه وکارول شي. زیات استعمال یې د معدې سوځښت، تیزابیت او د زړه بدوالي لامل کېدای شي.
· د معدې حساسیت:
هغه کسان چې د معدې تیزاب، د معدې زخم یا حساسې معدې ستونزې لري، باید د زنجبیل په استعمال کې احتیاط وکړي.
· د امیدوارو مېرمنو لپاره:
امیدوارې مېرمنې باید زنجبیل په لږ مقدار وکاروي او له دوامدار استعمال څخه یې ډډه وکړي، غوره ده د ډاکټر له سلا پرته ونه کارول شي.
· د وینې د رقیق کېدو اغېز:
زنجبیل د وینې د نری کېدو خاصیت لري، نو هغه کسان چې د وینې نری کوونکي درمل کاروي، باید د زنجبیل له زیات استعمال څخه ځان وساتي.
· د جراحي عملیاتو نه مخکې:
له جراحي عملیاتو مخکې د زنجبیل استعمال باید بند شي، ځکه د وینې بهېدنه زیاتولی شي.
· د ماشومانو لپاره:
ماشومانو ته باید زنجبیل په ډېر کم مقدار ورکړل شي، ځکه د هغوی بدن حساس وي.
· د وچ او تازه زنجبیل توپیر:
وچ زنجبیل تر تازه زنجبیل تودوونکی اغېز لري، نو باید د بدن د مزاج له مخې وکارول شي.
· د درملو سره یوځای استعمال:
که څوک دوامداره درمل کاروي، غوره ده چې د زنجبیل د استعمال په اړه له روغتیاپوه سره مشوره وکړي.
۴. سپارښتنه:
په پای کې ویلی شو، چې زنجبیل یا ادرک که څه هم یو ارزښتناک او ګټور طبیعي بوټی دی، خو غوره ده په اعتدال او د بدن د اړتیا له مخې وکارول شي. د دې بوټي سمه او منظمه استفاده کولای شي د انسان روغتیا ته ګټه ورسوي، خو بېکچې استعمال یې د ستونزو لامل کېدای شي. له همدې امله سپارښتنه کېږي، چې خلک زنجبیل د ورځني خوړو د یوې برخې په توګه، په لږ مقدار وکاروي او هغه کسان چې ځانګړې روغتیایي ستونزې لري، د دوامدار استعمال تر مخه د روغتیاپوهانو سلا واخلي، تر څو له ګټې سره سم د احتمالي زیان مخه هم ونیول شي.
#امیدراډيو

