د بلخ ولايت امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د مارمل ولسوالۍ اړوند د يوه ښوونيز مرکز په ډيپو کې د اورلګېدنې پېښه رامنځته شوې ده.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، په دې پېښه کې ۲۵۰ زره افغانيو په ارزښت توکي سوځېدلي، خو سيمې ته د اور وژنې ټيمونو او امنیتي ځواکونو پر وخت رسېدنې امله د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نورو توکو د سوځېدو مخه نیول شوې ده.
د ويلو ده، چې د اورلګېدنې لامل په تړاو څه نه دې ويل شوي، خو اړوندې ادارې د موضوع د څېړلو هڅې کوې.

