د بلخ مسوولین وایي چې د یاد ولایت د پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کې ۵۱۷ منسوبینو عقیدتي او مسلکي زدهکړې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
یاد منسوبین د شمال زون د پنځو ولایتونو بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او فاریاب د پولیسو د قطعاتو او جزوتامونو غړي دي او یو میاشتینۍ زدهکړې یې بشپړې کړې دي.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې د فراغت په دې مراسمو کې ځايي مسوولینو تازه فارغوشویو ته په خطاب کې ویلي چې هغه زدهکړې او درسونه چې دلته یې ترلاسه کړي، باید په خپلو قطعاتو او دندو کې په عملي ډول تطبیق کړي او د ولس او اسلامي نظام په خدمت کې ترې ګټه واخلي.
سرچینې لیکلي چې تازه فارغو شویو د معسکر ننداره او بیا د جمع نظام بلوکونو د رسم ګذشت مراسم هم ترسره شول چې دا د هغوی د نظم او چمتووالي ښکارندویي کوي.

