د پنجشېر لسګونه علماوو، قومي مخورو او ځوانانو په يوې غونډه کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره يې د اوږدمهاله هدف ترلاسه کړی دی.
د ياد ولايت اوسېدونکو په دې غونډه کې ويلي، چې د اسلامي امارت د راتګ ارمان يې پوره شوی او نور د جګړو، ډلو او ټپلو ملاتړ نه کوي.
د پنجشېر ولايت مقام رسنيو دفتر د یاد ولایت والي حافظ محمد اغا حکيم په حواله ويلي: ” اسلامي امارت د خلکو خدمت او امنیت ته ژمن دی، د نفاق او بې اتفاقۍ رېښې يې غوڅې کړي، او بهر مېشتي ځوانان دې ته هڅول کېږې چې وطن ته راستون او د نظام په چوکاټ کې خدمت وکړي.”
ښاغلي حکیم زيات کړې، چې د بهرنیو دسیسو هڅې هېڅکله خلک نه دي اغېزمن کړي او هر څوک چې د اسلامي نظام پر ضد وسله پورته کوي، باغي ګڼل کېږي.
د پنجشېر اوسېدونکو د اسلامي امارت له پرمختیايي پروژو چې د پارندې برېښنا بند، د ولايتي روغتونو بوديجه، د پوهنتون پراختيا، د سړکونو جوړول، د کانونو قانوني کېندنه او په ملکي او نظامي برخو کې د ځوانانو استخدام شامل دي، هرکلی کړی دی.

