د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د سرپرستې او سیاسي څانګې له مشرې «جورجټ ګانیون» سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې افغانستان ته، په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې، میرمن روزمیري ډیکارلو په سفر، د دوحې پروسې په چوکاټ کې له نشهيي توکو سره د مبارزې او خصوصي سکتور د حمايې د کاري ډلو په پرمختګونو او راتلونکو ناستو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې دي.
بلخوا مولوي امیرخان متقي ویلي چې د اسلامي امارت لخوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بښونکی پرمختګ شوی، خو په مقابل کې بیا نور لوري نه دي توانیدلي چې بدیل معیشت او بانکي مشکلاتو اړوند قناعت بښوونکې لاستهراوړنې ولري.
په ورته مهال جورجیټ همداراز د دوحې پروسې د دوه کاري ډلو د مخکیني ناستو پایلې مثبتې وبللې او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې به لا نوره توجه وشي.

