په ننګرهار کې د اميد راډيو له راپور وروسته د دې ولایت د امنيه قوماندانۍ چارواکو خبر وکړی، چې په ټول ولایت کې د بهرنیو اسعارو، په ځانګړې توګه د پاکستاني کلدار کارول په ورځنیو معاملو کې په بشپړه توګه بند شوي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، هېڅ سوداګر او یا هټۍوال حق نه لري چې په ورځنيو معاملو کې له افغانيو پرته نور اسعار وکاروي.
چارواکو ټینګار کړی چې د نافذه قوانینو او مقرراتو پر بنسټ، د ملي اقتصاد د ساتنې، د افغانيو د ارزښت د پیاوړتیا او د قانون د حاکمیت د ټینګښت لپاره اړوندې ادارې مکلفې دي چې په بازارونو کې جدي څارنه وکړي او د بهرنیو اسعارو کارول مخه ونیسي.
پوليسو خبرداری ورکړی، چې سرغړونکي به عدلي او قضایي ادارو ته وپېژندل شي.
په خبرپاڼه کې له ټولو هېوادوالو غوښتل شوي، چې د خپلو مالي معاملو لپاره یوازې افغاني وکاروي، د نافذه قوانینو درناوی وکړي او له هر ډول غیرقانوني فعالیتونو جدي ډډه وکړي. دا په داسې مهال ده، چې د اميد راډيو سيمهييز خبريال څه موده وړاند د ننګرهار ولايت د غنيخېلو ولسوالۍ په ګډون يو شمېر ولسواليو کې د کلدارو کارولو په وضعيت راپور کړی و.

