په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت له مېشتو افغان سوداګرو سره د نوي سفیر مفتي نور احمد نور له کتنې خبر ورکړی دی.
ياد سفارت ويلي، په دې ناسته کې افغان سوداګرو خپلې ستونزې له ښاغلي نور سره شريکې کړې دي.
دغه راز په هند کې د افغانستان نوي سفير افغان سوداګرو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده، چې په هند کې د مېشو افغانانو ستونزو ته رسېدنه د دې سفارت په لومړيتوبو کې دی. دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت له لوري نور احمد نور د سفير په توګه ټاکل شوی.

