د ایران مذهبي مشر سید علي خامنهي ویلي، ايران کې وروستی تاوتريخوالی امريکايي فتنه وه او موخه یې د ایران کمزوري کول و، څو پر دې هېواد خپله ولکه ټينګه کړي.
تسنيم خبري اژانس د خامنهي په حواله ويلي، چې په دې فتنه کې د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره ډول لاسوهنه کوله.
په وينا يې:” پر همدې مهال يې څرګندونې کولې، ګواښونه یې کول، فتنهګر یې هڅول او ملاتړ يې ترې کاوه.”
د ایران مذهبي مشر ټینګار کړی، چې د ایران ملت وتوانېد د دې فتنې ملا ماته کړي او په وینا یې، که اړتیا شي، د فتنهګرو پر وړاندې به هم پرېکنده دریځ خپل کړي.
د ويلو ده، چې نوموړي دغه څرګندونې د ولس د یووالي او هوښیارۍ د ستاینې په ترڅ کې کړې دي.

