ډېر لوستل شوي

دایکندې کې ترافیکي پېښې ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د دایکندي امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت په «میرامور» ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو ۵۵ کلن سړی مړ او نهه کسان نور ټپيان شوي دي.
امید راډیو ته په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د میرامور ولسوالۍ په «برکر حسن‌رضا» سیمه کې د یو فلانکوچ ډوله موټر د چپه‌کېدو په پایله کې شوې ده.
د سرچینې په وینا چې په موټر کې د ناستو کسانو له ډلې څلور ښځې او شپږ نارینه وو او ټپيان د درملنې په موخه غزني ته لېږدول شوي دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له موټرچلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

اړوند خبرونه