ډېر لوستل شوي

د ایران مذهبي مشر: لاریون کوونکو ۲۵۰ جوماتونه او ۲۵۰ ښوونیز مرکزونه ویجاړ کړي

د ايران مذهبي مشر علي خامنه‌ي په ايران کې د وروستيو لاريونونو په تړاو څرګندونې کړې او ياد تاوتريخوالی يې د بهرنيو لمسون بللی دی.

تسنيم خبري اژانس د خامنه‌ي په حواله ويلي، په دې تاوتريخوالي کې یوه ډله چې لاريونونه يې رهبري کول د هېواد دننه او بهر د بهرنیو استخباراتي کړیو له لوري روزل شوي او مالي ملاتړ یې هم ترلاسه کړی دی.

د ايران مذهبي مشر بله ډله له اسراييلو او استخبارتي ادارو پرته هغه کسان ښودلي چې د دروغجنو تبليغاتو له امله احساساتي شوي او داسې کړنې يې ترسره کړې دي.

علي خامنه‌ي ادعا کړې، چې د یادو ناآرامیو پر مهال شاوخوا ۲۵۰ جوماتونه، له ۲۵۰ ډېر ښوونیز او علمي مرکزونه، د برېښنا سکتور، بانکونه، روغتیايي مرکزونه او عامه هټۍ زیانمنې شوې دي.

نوموړي همداراز ويلي، چې په دغو پېښو کې ګڼ عام خلک د لاریون کوونکو لخوا یا د دوی لخوا رامنځته شوي وضعیت له امله وژل شوي دي.

اړوند خبرونه