د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په کابل کې د لوړپوړو چارواکو او خلکو په شتون کې د «ملت یووالی، د اسلامي نظام بقا او د خلکو سوکالي» تر عنوان لاندې ولسي غونډه جوړه کړې.
د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د کوهدامن د خلکو استازي مولوي محمد فاضل فضلي په حواله ويلي، چې د افغانستان د خلکو اساسي هیله، یعنې د اسلامي نظام ټینګښت، تحقق موندلی او دا مهال خلک د امن او ثبات تر یوه ګډ چتر لاندې ژوند کوي.
همداراز، د اهل تشیع استازي سعید حسن فاضلزاده د وینا پر مهال پر دې ټینګار کړی، چې منفي تعصب د ټولنې لپاره زیانمن دی او د تاریخ په اوږدو کې، حتا د پېغمبرانو په وخت کې، د حق د بلنې بهیر يې له ستونزو سره مخ کړی دی.
نوموړي زياته کړې، چې په افغاني ټولنه کې باید منفي تعصبات له منځه یووړل شي او پر ځای یې مثبت تعصب، یعنې ملي یووالی، د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی او د هېواد د خپلواکۍ ساتنه پیاوړې شي. د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د قومونو ترمنځ یووالی او ورورولي د اسلامي نظام د بقا، ملي ثبات او د خلکو د سوکالۍ لپاره بنسټیز ارزښت لري.

