کابل ښاروالي وایي چې له ګڼېګوڼې څخه د مخنیوي په موخه د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په منظم ډول دوام لري.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د دغه ۳۶۴۷ متره اوږد او ۲۷ متره سورور سړک په پروژه کې د استنادي دېوالونو، لښتیو او پلیولارو جوړول او د یو معیاري سړک نور جزییات شامل دي.
سرچینې لیکلي چې دا سړک له سرای شمالي سیمې څخه تر خیرخانې کوتل پورې ښي لوري ته جوړېږي او چارې به یې نږدې راتلونکي راتلونکي کې بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ همداراز لیکلي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د شمالي ولایتونو د مسافرو لپاره د خوندي تګراتګ زمینه برابره شي.

